د افغانستان د ښوونکو د مسلکي ودې شبکې پلاتفورم په رسمي ډول فعالیت پیل کړ
Teacher.af، د افغانستان د ښوونکو د مسلکي ودې شبکې پلاتفورم، په رسمي ډول خپل فعالیت پیل کړ. دا پلاتفورم د دې لپاره جوړ شوی چې ښوونکي ښوونیزو سرچینو، مسلکي فرصتونو، تجربو او د هېواد له ښوونیزې ټولنې سره اړیکو ته اسانه لاسرسی ولري.

دغه پلاتفورم په بشپړ ډول د رضاکارانه هڅو له لارې، د BCEO د بنسټاېښودونکي او اجرائیوي رئیس میرویس خیراندیش په نوښت او رهبرۍ طرحه او جوړ شوی دی.
Teacher.af د BCEO له مهمو نوښتونو څخه دی چې موخه یې د افغانستان د ښوونکو د دوامدارې زده کړې، مسلکي ودې، ډیجیټلي مهارتونو او متقابلې همکارۍ ملاتړ دی.
د دې پلاتفورم جوړول د BCEO د رضاکارو ځوانانو د ګډو هڅو پایله ده. د ټیم غړو، چې د خپل هېواد او ښوونې پر وړاندې د مسؤلیت احساس لري، د تخنیکي، مالي او اجرائیوي محدودیتونو باوجود په هڅې، ژمنتیا او دوامدار کار سره د ښوونکو او ښوونیزو بنسټونو لپاره یو ساده، ګټور او د لاسرسي وړ چاپېریال رامنځته کړی دی.
د ښوونکو د زده کړې او همکارۍ لپاره ګډ چاپېریال
Teacher.af یوازې یو معلوماتي وېبسایټ نه دی، بلکې د ښوونکو د مسلکي زده کړې، تجربو د شریکولو او ښوونیزو فرصتونو ته د لاسرسي لپاره د یوه جامع چاپېریال په توګه طرحه شوی دی.
ښوونکي د دې پلاتفورم له لارې کولی شي:
- ښوونیزو سرچینو او مطالبو ته لاسرسی پیدا کړي؛
- د اړتیا وړ سرچینې ولټوي او ډاونلوډ یې کړي؛
- خپلې ښوونیزې پوښتنې او ستونزې په بحثفورم کې مطرح کړي؛
- د نورو ښوونکو پوښتنو ته ځوابونه وړاندې کړي؛
- خپلې مسلکي تجربې او عملي لارې چارې له نورو ښوونکو سره شریکې کړي؛
- دندې، ښوونیز پروګرامونه او مسلکي فرصتونه وګوري؛
- له ویبینارونو، ورکشاپونو، کنفرانسونو او نورو ښوونیزو فعالیتونو څخه خبر شي.
د Teacher.af له مهمو موخو څخه یوه دا ده چې ښوونکي وکولی شي د یو بل له تجربو او پوهې څخه زده کړه وکړي او د تدریس د واقعي ستونزو د حل لپاره اړینو سرچینو او مسلکي ملاتړ ته لاسرسی ولري.
د ښوونیزو بنسټونو لپاره د ګډون زمینه
ښوونځي، ښوونیز مرکزونه، پوهنتونونه او نور ښوونیز بنسټونه هم کولی شي د حساب له جوړولو او تأیید وروسته، خپل اړوند کاري فرصتونه د دې پلاتفورم له لارې خپاره کړي.
ټول سپارل شوي کاري فرصتونه له خپرېدو مخکې د Teacher.af د ادارې له خوا ارزول کېږي، څو د خپرېدونکو معلوماتو اعتبار او کیفیت تر ممکنه حده خوندي شي.
د پلاتفورم د راتلونکو پراختیايي پړاوونو په ترڅ کې به ښوونیزو بنسټونو ته دا زمینه هم برابره شي چې خپل مسلکي روزنیز پروګرامونه، ویبینارونه، ورکشاپونه، پېښې او ښوونیزې سرچینې له ښوونکو سره شریکې کړي.
د افغانستان اړتیاوو ته برابر درېژبی پلاتفورم
Teacher.af په دري، پښتو او انګلیسي ژبو وړاندې کېږي او د موبایل، ټابلېټ او کمپیوټر له لارې د کارونې لپاره طرحه شوی دی.
دغه پلاتفورم هڅه کوي چې ښوونیزې سرچینې، خبرونه، دندې او مسلکي فرصتونه په منظم، ساده او د افغانستان د ښوونکو له اړتیاوو سره سم وړاندې کړي.
Teacher.af په افغانستان کې د ښوونکو لپاره د ډیجیټلي زده کړې، مسلکي سرچینو او همکارۍ د پراختیا په لور یو عملي ګام دی. خو د دې نوښت دوامداره وده به د ښوونکو په فعال ګډون، د ښوونیزو بنسټونو په همکارۍ او د ملي او نړیوالو ادارو په مسؤلانه ملاتړ پورې تړلې وي.
راتلونکي پروګرامونه
د Teacher.af ټیم غواړي چې دا پلاتفورم په تدریجي ډول پراخ کړي او د ښوونکو د واقعي اړتیاوو او نظریاتو پر بنسټ نورې اسانتیاوې ورته زیاتې کړي.
د راتلونکو پړاوونو احتمالي پروګرامونه عبارت دي له:
- د ښوونکو لپاره د منظمې مسلکي زده کړې پروګرامونو پراختیا؛
- د ښوونیزو سرچینو او عملي تدریسي وسایلو زیاتول؛
- د ښوونکو ترمنځ د اړیکو او تجربو د شریکولو اسانتیاوې؛
- د بېلابېلو مسلکي موضوعاتو لپاره د زده کړې مسیرونه؛
- له ملي او نړیوالو ښوونیزو بنسټونو سره د همکارۍ پراختیا؛
- د Teacher.af د موبایل اپلېکېشن جوړول.
د دغو پروګرامونو پلي کېدل به د تخنیکي ظرفیت، مالي سرچینو، د شریکانو همکارۍ او د ښوونکو د ټولنې د ګډون له کچې سره تړاو ولري.
د ګډون بلنه
Teacher.af له ښوونکو، د ښوونځیو له مدیرانو، د ښوونکو له روزونکو، څېړونکو، ښوونیزو متخصصانو او بنسټونو څخه غوښتنه کوي چې د دې شبکې په وده کې برخه واخلي.
ښوونکي کولی شي د حساب په جوړولو، د سرچینو په کارولو، د پوښتنو په مطرح کولو، نورو ښوونکو ته په ځواب ورکولو او د خپلو مسلکي تجربو په شریکولو سره د دې ټولنې په پیاوړتیا کې ونډه واخلي.
ښوونیز بنسټونه هم کولی شي د باوري فرصتونو په شریکولو، د ښوونیزو سرچینو په وړاندې کولو او د ښوونکو د مسلکي ودې له پروګرامونو څخه په ملاتړ سره د دې نوښت په پراختیا کې برخه واخلي.
د Teacher.af پیل د یوه اوږدمهاله مسیر لومړی ګام دی؛ هغه مسیر چې موخه یې د افغانستان د ښوونکو لپاره د یوې باوري، همکارې او تل زدهکوونکې مسلکي ټولنې رامنځته کول دي.
لیکوال: میرویس خیراندیش
