په افغانستان او نړۍ کې د ښوونې او روزنې وروستي خبرونه
د ښوونکي نړیواله ورځ د هغو ښځینه او نارینه ښوونکو د ستاینې او مننې فرصت دی چې هره ورځ د راتلونکو نسلونو د ښوونې، لارښوونې او روزنې مسؤلیت پر غاړه لري. د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د ښوونکو قدرداني یوازې په یوې ورځې پورې محدوده نه ده؛ بلکې د ممتازو ښوونکو د پېژندنې او درناوي لپاره ملي جایزې، ښوونیز جشنوارهګانې او عامه پروګرامونه هم جوړېږي. خو په افغانستان کې دا ډول فرصتونه لا هم ډېر محدود دي او ډېری قدردانۍ د ښوونکي په ورځ او د مکتبونو په کچه ترسره کېږي.